د بامیانو مشرانو په امر باالمعروف وزارت او ملي اردو کې د شیعه ځوانانو د استخدام غوښتنه وکړه

کابل- ایرنا- د بامیان ولایت د پوهنتون یو شمېر مشرانو او استادانو د افغانستان د سرپرست حکومت له سیاسي معاون سره وکتل او د افغانستان د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او ملي اردو په چوکاټ کې د شیعه عالمانو او ځوانانو د استخدام غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان سرپرست حکومت نن دوشنبه د تله ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د بامیان پوهنتون له یو شمېر مشرانو او استادانو سره وکتل.

 د ولایت مقام مشرانو او استادانو په ټول هیواد کې د حل او امنیت په تامین کې د اسلامي امارت د هلو ځلو قدرداني وکړه او د هر راز همکارۍ ډاډ یې ورکړ.  د بامیان دغو مخورو په یاد ولایت کې د ولسونو د یو لړ ستونزو د حل غوښتنې تر څنګ وړاندیز وکړ، چې د دغه ولایت ځوانان غواړي چې د اسلامي اردو په لیکو کې یې د جذب کچه لوړه او د خدمت جوګه وګرځي.

 ‏دوی همدارنګه د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اډانه کې د شیعه علماوو د ګومارنې وړاندیز هم د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته وسپاره.

 مولوي عبدالکبير په دې غونډه کې وويل: په ملي کچه ټول سيمه ييز مسوولين مسووليت لري چې خپلې چارې پر وخت د مخورو، علماوو او ځايي خلکو له مشورې سره سم د خلکو ستونزې حل کړي.  

د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال زیاته کړه: د اسلامي امارت د سعه صدر پراخ ده او د بامیانو ولایت د خلکو وړاندیزونه به په پام کې ونیول شي او اړوندې ادارې به په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .